IQNA

د قرآني علومو او تفسیر د حوزې  یو فلسطینی متفکر وفات شو  

15:21 - January 29, 2022
د خبر لمبر: 3485333
تهران (ایکنا)- د قرآن کریم دعلومو او دتفسیر په حوزې کې یو ستر متفکر او دفلسطین یو غوره عالم شیخ صلاح عبدالفتاح الخالدي چې  په فارسي ژبه ئې هم یو شمیر تالیفات ژباړلي دي پرون په ۷۴کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې .

ایکناخبری اژانس د عربی ۲۱ له قوله راپور راکړ،د قرآن کریم دعلومو او تفسیر د حوزې یو متفکر او د فلسطین تکړه عالم شیخ  صلاح عبدالفتاح الخالدي  په کروناناروغۍ د اخته کیدا له امله وفات شو .

 د فرآن کریم په تفسیر کې متخصص ۷۴کلن شیخ الخالدي د فلسطین په جنین ښارکې زیږیدلی ؤ او بیا ئې له خپلې کورنۍ سره  اردن ته مهاجرت وکړ .

د فلسطین دغه  لیکوال او عالم په ۱۹۶۵ کال کې خپلې زده کړې  له الازهر پوهنتونه وکړې  او د شریعت پوهنتون  ته لاړ او په ۱۹۷۰کال کې  فارغ التحصیل شو .هغه په ۱۹۷۷کال کې د ریاض له امام محمد بن سعمد پوهنتون څخه د لوړو زده کړو دکارپيژندنې مدرک ترلاسه کړ .هغه د خپلې پایان نامې یا تیسیس عنوان ؛ «سيد قطب والتصوير الفني في القرآن»( په قرآن کې  هنری صحنې  او سید قطب ) دی .

شیخ صلاح عبدالفتاح  په ۱۹۸۴کال کې د امام محمد بن سعود له پوهنتونه د قرآن په تفسیر اوعلومو کې پي ایچ ډي ترلاسه کړه .  

شیخ صیب له الازهرڅخه له فارغ التحصلۍ  وروسته،په طفیله ښار کې د اردن د اوقافو د وزارت مبلغ او په ۱۹۷۴ په سلط ښار کې د اسلامی ارشا څارونکی شو .

شیخ الخالدي په تفسیر کې په لسګونو کتابونه لیکلي دي چې په هغو ځيني په قرآن کریم کې دعلمی معجزو په باب لیکل شوي دي ،د طبری  تفسیر او التفسیر والتأويل في القرآن نومې د تفسیر کتاب د هغه په څيړنو کې شامل دي .   

https://iqna.ir/fa/news/4032040

captcha